HAMID ALAKOZAI
  • Home
  • Mission
  • About
  • My plan
  • Reform
  • Fairness
  • Innovation
  • Equal Access
  • Contact
  • Français
  • العربیة
  • فارسي
  • پشـتـو
  • Turkish
  • Donate
                                                                                           

قدرمنو ښاغلیو او اغلیو اجازه راکړي چي ستاسي حضورته یادونه وکړم زه د  اتاوا د ښار د کانادا د پلازمینی  د ښاروالی عمومی ریاست ته د کال ۲۰۱۸ د ښاروالی په ټول ټاکنو کی می برخه اخیستي ده او ځان می کاندید کړي دي. زه غواړم ستاسي قدرمنو عزیزانو ته په دغه ټول ټاکنو کی زما د ګډون او تګ لاری په هکله خپل نظریات در سره شریک کړم، او ستاسي قدرمنو حمایت حاصل کړم.
 قدرمنو عزیزانو چي د کانادا په پلازمینه اتاوا ښار کی اوسیږي تاسو ته کولاي شم دزړه له کومه
په صداقت سره خدمت وکړم.


 زه کولاي شم چی د ستاسو قدرمنو عزیزانو واقعي او حقیقي خادم ووسیږم، او کولاي شم ستاسي ته زیاتي اسانتیاوي برابری کړم، او زه په کامل اطمنان سره ویلي شم  چي د ښاروالي داصولو په چوکات کي د ښار ټول خدمات شپه او ورځ  بدون له کومي  نیمګرتیا او معطلي سخه په ښه توګه ستاسي ته وړاندي کوم، او د خپلو عزیزانو د هري غوښتني په وخت کي  به په عملی توګه په خدمت کي ووسیږم. او همدارنګه کامل باور او یقین لرم چي د اتاوا د ښار ټولو اوسیدونکو غوښتنو ته به لاس رسي ولرم، او د واقعي خدمتګار په حیث  به په صداقت او میړاني سره خدمت وکړم.

 په ډاډګیرنه سره ستاسي قدرمنو عزیزانو ته وعده درکوم د غوره اوشفاف مدیرت خاوند یم او کولاي شم د ښار بشپړ ټولنیز خدمات په عالی توګه تنظیم کړم، همدارنګه کولاي شم دغوره اخلاقو په چوکات کي دعام اولس سره په مناسبه توګه اړیکه ولرم.

د اتاوا دښار د ښاروال په حیث ستاسي قدرمنو عزیزانو ته تعهد درکوم چي د ښاروالي ټول خدمات به په عالي او استندرد توګه سره ستاسي ته وړاندي کیږي، او په بشپړه ټوګه به د ښار ټول اوسیدونکي د ښاروالي د خدماتو په هکله به په تفصیل سره لاس رسي ولري، تر سو وکولاي شو د ښار قدرمنو اوسیدونکو ته ښه او عالی خدمات وړاندي کړو.

په خدماتو کي سالم بدلون :

په ټولنیزو طبقه کی د معلولینو لپاره باید خاص خدمات برابر کړو، دهغوی لپاره کار، داستوګني ځايونه، روغنه، او د ارامه ژوند لپاره د ټولو امکاناتو برابرکول د ضرورت په وخت کي په عاجله توګه ورته لاس رسي، ترسو وکولاي شي د ارامي په فضا کي خپل ژوند پرمخ بوزي.

د ښاروالي د سب سایدي د استوګنی ځایونه باید په ښه کیفیت او عالی ستندرد باندي تنظیم او ښکلا باندي برابر وي، تر سو هیوادوال وکولالي شي د ارامی په حالت کي ارام ژوند وکړی ، او دشکایت په وخت کي بدون له کومي وقفی سخه په عاجله توګه ورته لاس رسي ولرو.

دلوړسن اشخاصو لپاره باید خاص خدمات وړاندي کړو، روغتیا، استوګنه، ترانسپورت، ترسو وکولاي شو دجګ سن د خاوندانو لپاره د ژوندون ټول ضروریات او اسانتیاوي برابري کړو، او په هره میاشت کي د برسي اوتفتیش ټیم ته وظیفه ورکوم چي د ښار د جګ سن اشخاصو په هکله ګذارش راته وړاني کړي، تر سو په کامله توګه مطمئن شم چي د ښاروالي له خدماتو سخه په بشپړ توګه خوښ دي.

د مریضانو د انتقال لپاره د امبولانس ګاډی بايد په ښه کیفیت او عالی ستندرد د متخصص تیم په درلودلو سره سمبال وي، تر سو وکولاي شو د ضرورت په وخت کي په لوړه لاس رسي سره هیوادوالو ته غوره خدمات وړاندي کړو.

د عبادت د ځایونو دغوره امنیت لپاره د ښار د پولیسو په پروګرامونو کي پراختیاوي تر سو وکولاي شو دعبادت لپاره ټول ځایونه په بشپړ امنیت تأمین کړو او دښار اوسیدونکي وکولالي شي په ارامه توګه بدون له کوم تشویش سخه راحت عبادت وکړي.

د هغو میرمنو لپاره چي سرپرست نلري د خاصو خدماتو برابر کول  لکه روغنه او روزنه، ترانسپورت، که چیرته اطفال ولري د هغوي لپاره په لوړو اکمالاتو سره مجهز د وړکتونونو برابر کول، او هري هغه نوري ستونزي چي د نا راحتي سبب ګرځي د حل لپاره په پشپړه توګه لاس رسي تر سو په ارامه توګه  ژوند وکړي، او هغه سوک چي دانګلیسي د ژبي سره اشنایي نه لري د هغوي لپاره دژبي ذدکړي او که چیري د ترجمان لپاره اړتیاوی  نو په کامله توګه به   ورته لاس رسي وشي.  

د ځوانانو محصلانو هلکانو او نجونو لپاره پس له وخت نه د کار یا وظیفي برابر کول ترسو وکولاي شي د درس په سنګ کي د کاري تجروبو خاوندان شي او په عین حال کی د پوهنتون او يا دار العلوم د مصرف لپاره جوب خرڅي ولری چي دغه برنامه همدارنګه د محصلانو دتشویق او ترغیب سبب ګرځي.  

د اتاوا دښار د سړکونو ترمیمات او ښکلا چي د اهمیت وړ او مهمه موضوع ده، د اتاوا د ښار ټولو قدرمنو اوسیدونکو ته جوته ده چي مونز ډیر سوړ ژمي لرو او زایاتي واوري راکته کیږي.  زه په حیث د ښاروال هغه مواد چی د سړک د پاکولو په هکله  کار ترینه اخستل کیږي باید پری له سر نه غور وشي او تخنیکي ټیم ته وظیفه سپارم تر سو داسي مواد وکاروي چی صرف واره ویلي کړي ، خو سبب د سړک د خراب والي ونه ګرځي. همدارنګه هغه قراردادونه چي د سړکونو دترمیم او یا ښکلا لپاره دشرکتونو سره  دښاروالي لخوا تنظیم شوي دي باید دښه کیفیت او ښه نوعیت په چوکات کي د ۱۷
کلونو د سړکونو د نه خراب والي ضمانت وکړي .

ګړانو هیوادوا د الله تعالی  سخه د بریا غوښتنه کوم ترسو وکولاي شم ذکر شوي خدمات ستاسي ته وړاندي کړم. ومن الله التوفیق.




  • Home
  • Mission
  • About
  • My plan
  • Reform
  • Fairness
  • Innovation
  • Equal Access
  • Contact
  • Français
  • العربیة
  • فارسي
  • پشـتـو
  • Turkish
  • Donate